د ښځو پر وړاندې د محدودیت دوام؛ طالبانو د ښځو او انجونو د ځیرکو مبایلونو د ضبطولو امر کړی

طالبانو د ښځو او انجونو پر وړاندې د محدودیتونو په دوام کې، د طالبانو د حج او اوقافو مسؤلینو د کابل د جمعې په خطبو کې له نارینه وو وغوښتل چې د خپلو میرمنو او لوڼو ځیرک مبایلونه ضبط کړي
د ښځو پر وړاندې د محدودیت دوام؛ طالبانو د ښځو او انجونو د ځیرکو مبایلونو د ضبطولو امر کړی

د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، د کابل محلي سرچینو ویلي چې د طالبانو د حج او اوقافو مسؤلینو په مسجدونو کې خلکو ته ویلي چې د خپلو کورنیو ښځو او انجونو ځیرک مبایلونه راټول کړي. د سرچینو په وینا، د طالبانو د حج او اوقافو مسؤلینو د جمعې په ورځ، د میزان ۱۱مه، په څو مسجدونو کې د خطبې پر مهال خلکو ته ویلي چې د ښځو د سمارټ فون یا ځیرک مبایل کارول په کورنیو کې فساد رامنځته کوي. دغه اقدام د ځینو ښاریانو او د ښځو د حقونو فعالانو په ټولنیزو شبکو کې منفي غبرګونونه پارولي دي. د خلکو د سرچینو په خبره، سمارټ فونونه یا ځیرک مبایلونه د ښځو لپاره د آنلاین زده کړو او د ژوند د مهمو چارو ترسره کولو لپاره مهم دي، او داسې سپارښتنې د زده کړې لرونکو افغان ښځو سپکاوی ګڼل کېږي. سرچینې زیاتوي چې مخکې په قندهار کې هم طالبانو د ښځو لپاره د سمارټ یا ځیرک مبایل کارول بند کړي وو.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x