د ژورنالېزم پوهنځي د تحصیلي نصاب د بیاکتنې او پراختیا لومړی پړاو کلسټر پیل شو

لوړو زده کړو وزارت سرپرست

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست مولوي ندا محمد ندیم د یاد کلسټر د پرانيستې په مراسمو کې وويل چې رسنۍ د نورو قوتونو تر څنګ هغه قوت دی، چې کفار یې په خپله ګټه د مسلمانانو پر وړاندې کاروي او په وسیله یې فکري او تبلیغاتي جګړه کوي.
نوموړي زیاته کړه چې په ټولو دينونو کې دروغ ویل حرام دي، خو اوسمهال ځينو رسنیو دغه کار خپل مسلک ګرځولی او د پروپاګند په وسیله د خلکو ذهنونه خرابوي.
سرچينې د یاد کلسټر له ګډونوالو څخه غوښتنه وکړه، چې د محصلینو د مسلکي روزنې تر څنګ، فکري روزنې ته هم پاملرنه وکړي.
سرپرست وزير په ژورنالېزم کې پر حقانیت، ريښتينولۍ او د ملي او اسلامي ارزښتونو په مراعاتولو ټینګار وکړ.
همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه ژورنالېزم د ننني عصر مهم مسلک وباله او زیاته یې کړه چې رسنۍ د خلکو رواني حالت مثبت او منفي لور ته بیولای شي.

بیشتر بخوانید:  ازادي جبهې د اکمل امیر وژل کېدل تایید کړل
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x