د چین او طالب چارواکو ټینګار پر اقتصادي – تجارتي همکاریو او د قونسلي خدمتونو پر پراختیا

په چین کې د طالبانو سفیر او د چین د بهرنیو چارو وزارت د آسیايي برخې مشر په یوه لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا، د اقتصادي او قونسلي همکاریو پراختیا او د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا پر ساتنه ټینګار وکړ.
د چین او طالب چارواکو ټینګار پر اقتصادي – تجارتي همکاریو او د قونسلي خدمتونو پر پراختیا

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ بلال کریمي، په چین کې د طالبانو سرپرست حکومت سفیر د چین د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره په لیدنه کې د اقتصادي او تجارتي همکاریو، قونسلي خدمتونو او د افغانستان د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې په اړه خبرې وکړې.

لیو جین‌سونګ په دې ناسته کې ټینګار وکړ چې چین د افغانستان خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري او د دواړو هېوادونو دوستانه او سوله ییزې اړیکې چې له اویا کلونو ډېر تاریخ لري، به دوام وکړي. هغه همدارنګه د چین او افغانستان د دیپلوماتیکو اړیکو د اویا کلنۍ لمانځنې یادونه وکړه.

د طالبانو سفیر هم د افغانستان د ختیځو ولایتونو د زلزله ځپلو سره د چین له بشردوستانه مرستو څخه د مننې ترڅنګ، د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.

دغه لیدنه په داسې حال کې ترسره سوه چې د بګرام د اډې په اړه د طالبانو او امریکا ترمنځ بحثونه تاوده سوي دي. ټرمپ په تازه توګه ګواښ کړی چې که بګرام نه ورسپارل کېږي، طالبان دې د جدي پایلو انتظار وباسي، خو طالبانو اعلان کړی چې دوی حاضر نه دي د افغانستان یو انچ خاوره هم امریکايي ځواکونو ته وسپاري.

تر دې وړاندې، امیرخان متقي، د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، د چین د سنکیانګ ولایت د مرستیال سکرتر ژاو چاو سره لیدنه کړې وه او د سیاسي اړیکو پیاوړتیا، د اقتصادي او ترانزیټي همکاریو پراختیا او تجارتي فرصتونو په اړه یې خبرې او نظرونه تبادله کړي وو.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x