په افغانستان کې د کانکور ازموینه په داسې حال کې اخیستل کیږي چې د طالبانو د ازموینې څانګې اعلان کړی چې نجونې په کې ګډون نه شي کولای. دغه بنسټ ویلي چې د لوړو زده کړو وزارت د مکتوب له مخې یوازې هلکان په دې سیالیو کې د ګډون اجازه لري. تر دې مخکې طالبانو اعلان کړی و چې د لازمو پلیټ فارمونو په جوړولو سره به د نجونو د زده کړو زمینه برابره کړي. خو د کانکور په ازموینو کې د نجونو د ګډون له منع کولو سره معلومه شوه چې وضعیت ښه نه دی او د نجونو لپاره راتلونکي لا هم تیاره ښکاري. که څه هم دا تمه کیده چې د ښځو لپاره به محدودیتونه ورځ په ورځ کم شي، خو شواهد برعکس څرګندوي؛ دا په دې مانا چې د ښځو د زده کړې او کار لپاره هیڅ هیله نشته. تېر کال د کانکور په ازموينه کې نجونو برخه اخيستې وه، خو په ډېرو رشتو کې يې د ازموينې د ورکولو حق نه درلود، خو سږ کال د کانکور په ازموينه کې له ګډون څخه بالکل منع شوي دي. په افغانستان کې د طالبانو د نفوذ وروسته ښځينه فعالانې په دې باور دي، چې طالبانو په بېلابېلو برخو کې د ښځو د ګوښه کولو تګلاره خپله کړې ده. د افغانستان دولت د ښځو د حقونو په اړه مشخصه پالیسي نه لري او یوازې دا وايي چې موږ د ښځو د زده کړې او کار شرایط برابر نهوینو او په دې لټه کې یو چې په دې برخه کې د ښځو او نجونو د حضور لپاره یو پلیټ فارم جوړ کړو. هغه پوښتنه چې د طالبانو له حکومت څخه مطرح کېدای شي دا ده چې تاسو څنګه او په کوم اساس په دې برخه کې د ښځو د حضور لپاره شرایط رامنځته کول غواړئ؟ ستاسو په نظر ښځې د زده کړې او کار حق لري او که نه؟ دا خلکو او نړیوالې ټولنې ته روښانه کړئ. د طالبانو له خوا له کار او زده کړو څخه د ښځو د بې برخې کولو دلیل هیڅ شرعي او قانوني اساس نه لري او یوازې د فساد د احتمال له امله یې ښځې د ساینس، کلتوري او کسبګرو فعالیتونو مخه نیولې ده. حکومت باید د محدودیتونو د زیاتولو پر ځای په ټولنه کې د ښځو د حضور او ونډې په خاطر د خنډونو د لرې کولو او په ټولنه کې د ښځو د حضور او ګډون لپاره د جوړښت د اصلاح هڅه وکړي، نه دا چې په ټولیزه توګه له بېلابېلو صحنو څخه د هغوی د لرې کولو هڅه وکړي. څرنګه چې ښځې د هیواد د نفوس لویه برخه تشکیلوي، نو د دوی نارضایتي به په راتلونکي کې د حکومت لپاره خطرناکه وي. نو طالبان باید د هیواد، ښځو او ټولنې واقعیتونه د ملي صلاح په اساس په پام کې ونیسي او د ستونزو د هواري لپاره د خپلو اقداماتو هڅه وکړي نه دا چې پیچلو مقرراتو په پلي کولو سره چې په شریعت کې هیڅ ځای نه لري د ښاریانو د محرومیت زمینه برابره نه کړي.

- 47
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=5439
- کې خپور شو 3:20 ب.ظ
- د خبر شمیره 5439
- 31 سرطان 1402
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=5439
- کې خپور شو 3:20 ب.ظ
- د خبر شمیره 5439
- 31 سرطان 1402
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 15:20 - 31 سرطان 1402
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

سید حسن نصرالله؛ د لبنان د نوې هویت جوړونکی او د مقاومت مرکز
13:22 - 6 میزان 1404

د اربعین زیارت معنوي او سیاسي اغیزې د اسلامي امت په تحرک او یووالي باندې
13:53 - 24 اسد 1404

د طالبانو څلورم کلیزه او په نړیوال نظام کې د افغانستان ځای
18:24 - 21 اسد 1404

د پیژندلو دمخه، وړتیا راوړئ!
18:31 - 23 سرطان 1404
0
0
votes
امتیاز
Subscribe
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments