د پروان ولايت د پوهنې رييس د اخلاقي فساد په تور ونيول شو

د پروان ولايت د پوهنې رييس د اخلاقي فساد په تور ونيول شو

د معمار پرس د خبر له مخې؛ نن یکشنبه (د اسد ۱۴مه)، مولوي عبدالحبیب متواضع؛ د پروان ولایت په شیخ علي ولسوالۍ کې د طالبانو د پوهنې مدیر د دغه ولایت د نجونو د دوو ښوونځیو له مدیرانو سره د نامشروع اړیکو په تور نیول شوی دی. سرچینه زیاتوي، چې مولوي عبدالحبیب شاوخوا دوه اونۍ وړاندې له دندې ګوښه شوی و، خو په دې وروستیو کې د طالبانو له لوري نیول شوی دی. د سرچينې د معلوماتو له مخې، مولوي عبدالحبيب د طالبانو له مشهورو قوماندانانو څخه دى او له کلونو راهيسې يې د پخواني حکومت پر ضد جګړه کړې ده. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

بیشتر بخوانید:  د جګړې له پیل وروسته د زیلینسکي لومړنی بهرنی سفر
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x