د پاکستان پوځ: د پاکستاني طالبانو پټنځای مو په کابل کې بمبار کړی دی

د پاکستان پوځ د چهارشنبې په ورځ (د میزان ۲۳مه) په یوه اعلامیه کې تأیید کړې ده چې د پاکستانی طالبانو غورځنګ د جګړه‌مارانو پر پټنځای یې په کابل کې هوایي برید ترسره کړی دی.
د پاکستان پوځ: د پاکستاني طالبانو پټنځای مو په کابل کې بمبار کړی دی

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د پاکستان پوځ د چهارشنبې په ورځ (د میزان ۲۳مه) په اعلامیه کې ویلي چې هوایې عملیات د پاکستانی طالبانو غورځنګ پر پټنځای په کابل کې ترسره سوي دي.

د اسلام‌آباد امنیتي سرچینو ویلي چې دا بریدونه په “لوړ دقت” او د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ترسره سوي، چې د پاکستانی طالبانو غورځنګ د یو شمېر لوړپوړو غړو شتون یې په سیمه کې تأیید کړی وو.

که څه هم د پاکستان پوځ د برید د دقیق ځای او احتمالي تلفاتو جزئیات نه دي څرګند کړي، خو پوځي سرچینو ویلي چې دا عملیات د هغو وروستیو سرحدي بریدونو د غچ اخیستنې په موخه ترسره سوي چې د پاکستانی طالبانو غورځنګ لخوا د پاکستان پر امنیتي ځواکونو سوي وو. د طالبانو چارواکو په کابل کې تراوسه ددې برید په اړه رسمي غبرګون نه دی څرګند کړی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x