د افغانستان په پکتیا ولایت کې د پاکستان وروستی برید یوه حساسه او له ننګونو ډکه موضوع ده چې د دواړو هېوادونو د اړیکو او همدارنګه د سیمې په امنیتي وضعیت کې به مهمې پایلې ولري. په دغه برید کې، چې د پاکستاني چارواکو په وینا، د تحریک طالبان پاکستان (TTP) د مقابلې په هدف ترسره شوې، د ښځو او ماشومانو په ګډون د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې راپورونه خپاره شوي دي. دې مسلې د افغانانو او بېلابېلو چارواکو پراخ غبرګونونه راپارولي دي. پاکستان ادعا کوي چې په افغان خاوره کې یې د تحریک طالبان پاکستان د فعالیتونو د ځپلو په موخه دغه برید کړی، چې د اسلام اباد حکومت یې خپل ملي امنیت ته جدي ګواښ ګڼي. په هرصورت، د پاکستان اصلي هدف په څو محورونو کې تحلیل کیدای شي: پر طالبانو فشار راوړل چې د دغې ډلې پر وړاندې جدي اقدام وکړي، د پوځي ځواک ښودنه او طالبانو ته د خبرداري پیغام استول او همدارنګه د وسله والو ډلو پر وړاندې د پرېکنده چلند له لارې د کورنیو ملاتړ د ترلاسه کولو هڅه. افغان-امریکایي ډیپلوماټ زلمي خلیلزاد د دې پېښې په غبرګون کې ویلي چې ښايي طالبان به د دې برید ځواب ورکړي. د خپل اعتبار د ساتلو لپاره، طالبان نه شي کولای چي دا ډول کړنې بې ځوابه پریږدي. په دې ځواب کې کېدای شي له پولې هاخوا پر پاکستاني ځواکونو بریدونه او یا هم د پاکستان پر ضد د وسله والو ډلو ملاتړ زیات کړي. له بلې خوا ډېری افغانان دغه برید د خپل ملي حاکمیت د نقض په سترګه ګوري او د خلکو غبرګون د پاکستان پر وړاندې د ناخوښۍ د خپرېدو لامل کېدای شي. دا برید کولای شي د پاکستان او طالبانو ترمنځ کړکېچ زیات کړي، وسله والې ډلې پیاوړې کړي او سیمه ییزه بې ثباتي زیاته کړي. له دې برید وروسته ښايي د اسلام اباد او کابل اړیکې نور هم ترینګلې شي او په لنډه موده کې ښايي طالبان یو محدود پوځي ځواب یا ډیپلوماټیک اقدام وکړي او حتی ښايي له TTP سره خپلې اړیکې پیاوړې کړي، مګر دا به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاو تریخوالي په زیاتولو کې خورا ډېر اغیزه ولري. نو دا برید به نه یوازې د پاکستان د امنیتي ګواښونو په کمولو کې مرسته نهوکړي، بلکه دا به په سیمه کې بې ثباتۍ او تاوتریخوالي د زیاتوالي لامل شی.

- 47
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=114789
- کې خپور شو 12:05 ق.ظ
- د خبر شمیره 114789
- 8 جدی 1403
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=114789
- کې خپور شو 12:05 ق.ظ
- د خبر شمیره 114789
- 8 جدی 1403
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 12:06 - 9 جدی 1403
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

سید حسن نصرالله؛ د لبنان د نوې هویت جوړونکی او د مقاومت مرکز
13:22 - 6 میزان 1404

د اربعین زیارت معنوي او سیاسي اغیزې د اسلامي امت په تحرک او یووالي باندې
13:53 - 24 اسد 1404

د طالبانو څلورم کلیزه او په نړیوال نظام کې د افغانستان ځای
18:24 - 21 اسد 1404

د پیژندلو دمخه، وړتیا راوړئ!
18:31 - 23 سرطان 1404
0
0
votes
امتیاز
Subscribe
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments