د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د یوې چاودنې له امله ۱۳ تنه مړه او ټپیان شوي دي

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د یوې چاودنې له امله ۱۳ تنه مړه او ټپیان شوي دي

د معمار پرس د خبر له مخې؛ دا خبره د پاکستان پولیسو کړې ده چی د بلوچستان په خضدار ښار کې د یکشنبې په ماښام د یوې چاودنې له امله لږ تر لږه ۳ کسان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي. پاکستاني پولیس وايي، نامعلومو کسانو په یوه موټرسایکل کې ځای پر ځای شوي چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي او بیا یې د ریموټ کنټرول په وسیله چاودنه کړې ده. په همدې حال کې پاکستانۍ ورځپاڼې د دغه هېواد د پولیسو له قوله خبر ورکړی، چې چاودنه په یوه ګڼه ګوڼه سیمه کې هغه مهال شوې، چې ګڼ شمېر خلک د لوی اختر د لمانځه په مراسمو بوخت وو. د وژل شويو او ټپيانو مړي د خضدار روغتون ته وړل شوي دي.

بیشتر بخوانید:  طالبان: د رغنده خبرو اترو لپاره د دوحې غونډې ته ځو
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x