د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په یوه اقتصادي غونډه کې اعلان وکړ چې هېواد یې چمتو دی له افغانستان سره د “ترجیحي” سوداګرۍ په اړه خبرې وکړي. هغه زیاته کړه، له اذربایجان، افغانستان او نورو ښکېلو هېوادونو سره د ترجیحي سوداګریزو تړونونو په اړه مشورې روانې دي. شهباز شریف دغه راز د افغانستان له لارې له ازبکستان او تاجکستان سره د پاکستان سوداګري ګټوره وبلله، خو له افغانستان سره یې د ترجیحي سوداګرۍ په اړه نور جزئیات ورنه کړل. په داسې حال کې چې اسلام اباد له کابل سره د ترجیحي سوداګرۍ لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی، د وروستیو کړکېچونو له امله له افغانستان سره د پاکستان سوداګري په وروستیو کلونو کې تر ټولو ټیټې کچې ته راټیټه شوې ده.

- 37
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=8579
- کې خپور شو 10:59 ق.ظ
- د خبر شمیره 8579
- 23 ثور 1403
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=8579
- کې خپور شو 10:59 ق.ظ
- د خبر شمیره 8579
- 23 ثور 1403
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 10:59 - 23 ثور 1403
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
امتیاز
Subscribe
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments