د معمار پرس د خبر له مخې: د پاکستان د صدراعظم ستر سلاکار رانا ثناء الله دا خبرداری ورکړی چي د افغانستان له لوري د کوم ګواښ او یا د برید په صورت کې، پاکستان به بیا پر دغه هېواد برید وکړي. نوموړي له سما تلویزیون سره په مرکه کې پر دې خبره ټینګار وکړ چي د نړیوالو قوانینو له مخې پاکستان د ګواښ په صورت کې د پوځي اقدام حق لري. د پاکستان د صدراعظم سلاکار همداراز ټینګار وکړ چې هېواد به یې د هر ډول ګواښ په صورت کې په مناسب وخت او لازمه توګه عمل وکړي. تر دې مخکې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د پکتیکا د وروستي هوایي برید په غبرګون کې ګواښ کړی و چې د پولو له هاخوا د بریدونو په وړاندې به پرېکنده ځواب ورکړي.

- 47
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=116012
- کې خپور شو 4:05 ب.ظ
- د خبر شمیره 116012
- 17 جدی 1403
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=116012
- کې خپور شو 4:05 ب.ظ
- د خبر شمیره 116012
- 17 جدی 1403
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
امتیاز
Subscribe
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments