د پاکستان د سوداګرۍ خونې د سپین بولدک – چمن لارې د ژر پرانیستلو غوښتنه وکړه

د پاکستان د سوداګرۍ خونې د سپین بولدک – چمن لارې د ژر پرانیستلو غوښتنه وکړه

د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مشر عاطف اکرام شیخ وايي: د سپین بولدک – چمن لارې دواړو غاړو ته زرګونه موټر بند پاتې دي او اسلام اباد باید دغه پوله ژر پرانېزي. پاکستاني رسنۍ ډان ورځپاڼې د اکرام شیخ له خولې دا خبره کړې ده چی د پاکستان حکومت باید د مالي زیانونو د مخنیوي لپاره دغه لار د سوداګریزو توکو پر مخ پرانیزي. هغه زیاته کړه: “د چمن پوله باید ژر تر ژره پرانیستل شي ترڅو د سوداګرو مالي زیانونه کم شي او د خوراکي توکو او درملو په ګډون د اړتیا وړ توکو ته اجازه ورکړل شي چې له دې پولې تېر شي.” اکرام شیخ د پاکستان دغه عمل یو بشري ناورین بللی دی. دا په داسې حال کې ده چې له څو ورځو راهیسې د طالبانو له لوري دغه لار د ناروغانو پر مخ تړل شوې ده.

بیشتر بخوانید:  په افغانستان کې د یو ټول شموله حکومت د جوړولو په اړه د اروپايي ټولنې د استازو بحث
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x