د پاکستان د جمعیت علما ګوند مشر وفات شو

د پاکستان د جمعیت علما ګوند مشر وفات شو

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا میرزا جان چې د تېرې پنجشنبې په ورځ په شمالي وزیرستان کې د یوې مرمۍ له امله ټپي شوی و، نن ساه ورکړه. پاکستاني رسنۍ وايي، په شمالي وزیرستان کې د دغه ګوند د مشر مولانا فضل الرحمان پر کاروان د نامعلومو کسانو له خوا برید شوی دی. په دغه برید کې د مولانا فضل الرحمن درې مرستیالان وژل شوي او میرزا جان ټپي شوی دی. میرزا جان تر درملنې وروسته روغتون ته لېږدول شوی و، خو نن یې ساه ورکړه. پاکستاني چارواکو د برید پخلی کړی دی. بلخوا تحریک طالبان پاکستان د لوی اختر په مناسبت درې ورځنی اوربند اعلان کړی وه.

بیشتر بخوانید:  کاظمي قمي: د افغانستان په اړه زموږ تګلاره په دې هېواد کې د کورنۍ جګړې د مخنیوي لپاره ده
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x