د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر: د ترهګرو پټنځایونه مو د افغانستان په خاوره کې په نښه کړي

اسحاق دار، د طالبانو د سرحدي بریدونو په غبرګون کې دا کړنې «تحریکوونکې او بې‌دلیله» وبللې او څرګنده یې کړه چې اسلام‌آباد د متقابلو بریدونو له لارې د «ترهګرو» مرکزونه د افغانستان په خاوره کې په نښه کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر: د ترهګرو پټنځایونه مو د افغانستان په خاوره کې په نښه کړي

۱. د افغانستان او پاکستان جګړه

۲. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر: د ترهګرو پټنځایونه مو د افغانستان په خاوره کې په نښه کړي

۳. اسحاق دار، د طالبانو د سرحدي بریدونو په غبرګون کې دا کړنې «تحریکوونکې او بې‌دلیله» وبللې او څرګنده یې کړه چې اسلام‌آباد د متقابلو بریدونو له لارې د «ترهګرو» مرکزونه د افغانستان په خاوره کې په نښه کړي.

۴. د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، اسحاق دار د یک‌شنبې په ورځ طالبان تورن کړل چې په ګډو پولو یې «بې‌دلیله بریدونه» کړي، او دا کړنې یې «تحریکوونکې» وبللې. هغه خبرداری ورکړ چې اسلام‌آباد به د خپل حاکمیت د دفاع لپاره «ټول ضروري ګامونه» پورته کړي.

اسحاق دار په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي، طالبانو ډزې او سرحدي بریدونه پيل کړی، چې د همدې له امله د پاکستان له‌خوا متقابل بریدونه ترسره سوي دي.

هغه دغه بریدونه «مناسب او متقابل» وبلل او وویل چې د طالبانو زیربناوې یې په نښه کړي، څو هغه څه له منځه یوسي چې ده ورته «د خوارجو فتنه او د هند فتنه» وویل هغه اصطلاحات چې پاکستان یې د پاکستانی طالبانو غورځنګ لپاره کاروي.

ده زیاته کړه: «زموږ دفاعي غبرګون د افغان ملکیانو پر ضد نه دی. د طالبانو ځواکونو برعکس، موږ په خپلو دفاعي بریدونو کې اعظمي احتیاط کوو څو د ملکی تلفاتو مخه ونیسو.»

بیشتر بخوانید:  طالبانو د پاکستان پر ضد د «انتقامي» عملیاتو د بریالۍ پای ته رسېدو خبر ورکړ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر څرګندونې په داسې حال کې سوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د وروستیو سرحدي وژونکو نښتو له امله تاوتریخوالی زیات سوی دی. د طالبانو چارواکي ادعا کوي چې په خپلو انتقامي بریدونو کې یې ۵۸ پاکستاني سرتېري وژلي دي؛ دا بریدونه وروسته له هغو سوي چې د پاکستان جنګي الوتکو د کابل او پکتیا پر ولایتونو هوایي بریدونه وکړل، او ویل کېږي چې د پاکستانی طالبانو غورځنګ مرکزونه یې په نښه کړي وو. پاکستان تراوسه د وژل سویو کسانو شمېر او د بریدونو هدفونه نه دي تائید کړي.

ښاغلي دار همداراز له طالبانو وغوښتل چې د هغو ډلو پر وړاندې «عملی ګامونه» پورته کړي چې د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان پر ضد بریدونه کوي. هغه وویل: «موږ د طالبانو له حکومت څخه تمه لرو چې د هغو ترهګرو عناصرو او د هغوی د ملاتړ کوونکو پر وړاندې اقدام وکړي چې غواړي د پاکستان او افغانستان اړیکې کمزورې کړي.»

که څه هم پاکستان تراوسه د طالبانو حکومت په رسمي توګه نه دی پېژندلی، خو بیا هم خپلې دیپلوماتیکې لارې له کابل سره ساتي او څو ځله یې له طالبانو غوښتي چې د پاکستانی طالبانو غورځنګ او نورو وسلوالو ډلو له خوا د سرحدي بریدونو مخه ونیسي.

بیشتر بخوانید:  د طالبانو ویاند: موږ د پاکستان ۲۵ پوستې نیولې/ پاکستان دې د داعش پناهځایونه له منځه یوسي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x