د پاکستان دفاع وزیر: طالبان د پاکستان د سیاستونو محصول وو، خو نور د باور وړ ندي

خواجه محمد آصف، د پاکستان دفاع وزیر، په خپلو تازه څرګندونو کې وویل چې طالبان د اسلام‌آباد د تېرو سیاستونو محصول وو، خو اوس یو نه باور کیدونکي ځواک ګرځېدلي دي.
وزیر دفاع پاکستان: طالبان ساخته پاکستان بود، اما دیگر قابل اعتماد نیست

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، خواجه محمد آصف، د پاکستان دفاع وزیر، د خپلو انتقادي نیوکو په ادامه کې وویل چې طالبان د اسلام‌آباد د تېرو سیاستونو محصول وو، خو اوس یو نه باور کیدونکي ځواک ګرځېدلي دي. خواجه آصف د پاکستان په «آج نیوز» شبکې سره په مرکه کې وویل: «طالبان زموږ لخوا روزل سوي دي؛ په هغه وخت کې چې موږ د امریکا سره نژدې وو، خو اوس داسې خلک دي چې پر هغوی باور نسی کېدای.»

دفاع وزیر زیاته کړه چې پاکستان د طالبانو سره د جګړې تمایل نه لري، خو د دښمنۍ پر وړاندې به نرم غبرګون هم و نه ښيي. نوموړي وویل چې اسلام‌آباد هېڅکله اجازه نه ورکوي هېواد یې بې‌ثباته سي.

آصف ټینګار وکړ: «هرکله چې له افغانستان څخه کومه حمله وسوه، موږ بریدګران تر کور پورې تعقیب کړي دي. موږ پوهېږو چې په افغانستان کې څوک چیرې او په کوم ځای کې ژوند کوي، خو نه غواړو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه وسي.» هغه همدارنګه وویل چې روانه لانجه د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د توجه په مرکز کې ده او یوازې د عربستان سعودي او قطر په څېر هېوادونو د منځګړیتوب له لارې حل کېدای سي.

آصف زیاته کړه: «موږ پرېکړه کړې چې هېواد مو خوندي کړو؛ که څوک دښمني وکړي، زموږ ځواب به نور مینه او محبت نه وي.» د «دان» ورځپاڼې په راپور، وزیر دفاع پاکستان د «جیو نیوز» شبکې سره په مرکه کې هم وویل چې د افغانستان او پاکستان پوله ییز وضعیت لا هم متشنج دی او د جګړې امکان «هره لحظه» سته. د طالبانو سره د احتمالي خبرو په اړه، خواجه آصف وویل: «که طالبان غواړي خبرې وکړي او په عین وخت کې موږ ته ګواښونه کوي، نو باید لومړی ګواښونه عملي کړي، بیا به خبرې وسي.»

بیشتر بخوانید:  افغانستان او پاکستان په یوه حساسه لوبه کې له یو بل سره مخامخ کېږي

هغه همدارنګه وویل: «نړۍ پوهېږي چې په افغانستان کې د نړیوالو ترهګرو ډلو مجموعه شتون لري، لکه داعش، القاعده او طالبان. ټول د کابل د سیوري لاندې فعالیت کوي.» د پاکستان دفاع وزیر دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د کابل او اسلام‌آباد اړیکې په تېرو څو اونیو کې، د طالبانو د سرحدي حملو له امله، د تېرو څلورو کلونو تر ټولو ټیټه کچې ته رسېدلې دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x