د پاکستان دفاع وزیر: افغان کډوال باید خپل هېواد ته ستانه سي

خواجه محمد آصف، د پاکستان دفاع وزیر، ویلي چې هغه افغان کډوال چې لا هم د پاکستان په خاوره کې پاتې دي، باید خپل هېواد ته ستانه سي.
د پاکستان دفاع وزیر: افغان کډوال باید خپل هېواد ته ستانه سي

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، خواجه محمد آصف یو ځل بیا د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د تګ راتګ مدیریت باید د قانون له مخې او منظم ترسره سي. پاکستاني رسنیو د یک‌شنبې په ورځ، د میزان په ۲۰مه، راپور ورکړی چې آصف د «جیو نیوز» له ټلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې ویلي: «د پاکستان پولې باید د نورو خپلواکو هېوادونو په څېر په بشپړ ډول تر کنټرول لاندې وي او د مهاجرت رسمي نظام باید پکې فعال وي.» هغه زیاته کړه چې د دې تګلارې هدف د سرحدي سیمو ثبات او نظم ساتل او د ناقانونه تګ راتګ مخنیوی دی. آصف ټینګار وکړ: «هیڅ څوک باید د اجازې پرته هر وخت له پولو تېر نه سي او د سرحدي ښارونو خواته تګ راتګ ونه کړي.» د پاکستان دفاع وزیر همدارنګه وویل چې د افغان کډوالو ستنېدل باید د طالبانو له حکومت او اړوندو نړیوالو بنسټونو سره په همغږۍ ترسره سي، تر څو دا بهیر په انساني او منظم ډول پرمخ ولاړ سي. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د څو میاشتو راهیسې د پاکستان حکومت د افغان ناقانونه مهاجرینو د ایستلو بهیر چټک کړی، او په زرګونو افغان کورنۍ اړ سوې چې خپل هېواد ته ستنې سي.

بیشتر بخوانید:  په امریکا کې د پاکستان پر ضد اعتراض؛ افغانانو د پاکستان د جنګي جرمونو د پلټنې غوښتنه وکړه

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x