د پاکستان دفاع وزیر: اسلام‌آباد په افغانستان کې د حکومت د بدلون په لټه کې نه دی

خواجه محمد آصف، د پاکستان دفاع وزیر، د طالبانو د حکومت د بدلون هر ډول پلان بې‌اساس او ګمراه کوونکی وبللو او ټینګار یې وکړ چې اسلام‌آباد د ثبات، متقابل احترام او له ګاونډیو سره د سوله‌ییزو اړیکو غوښتونکی دی.
د پاکستان دفاع وزیر: اسلام‌آباد په افغانستان کې د حکومت د بدلون په لټه کې نه دی

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، خواجه محمد آصف د پاکستان هر هغه اقدام رد کړ چې د طالبانو د حکومت د بدلون په اړه پلان سوی وي او هغه یې بې‌اساس او ګمراه کوونکی وبله. د پاکستان دفاع وزیر عرب نیوز سره په خبرو کې د پاکستان د احتمالي رول په اړه راپورونه رد کړل او ویې ویل: «دا تورونه بې‌بنسټه او ناصحیح دي. پاکستان هیڅ تمایل نه لري چې افغانستان بې‌ثباته کړي او د ثبات او د ګاونډیو سره د سوله‌ییزو اړیکو غوښتونکی دی.»

هغه د افغانستان د ملي حاکمیت په احترام ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې اسلام‌آباد د هند په ګډون له نورو هېوادونو سره د کابل د اړیکو په اړه منفي دریځ نه لري، البته په دې شرط چې دا اړیکې د پاکستان د امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا لپاره ګواښ نه وي. خواجه آصف په یوه جلا مرکه کې له رویټرز سره خبرداری ورکړ چې د افغانستان له خاورې پر پاکستان هر ډول برید د دواړو هېوادونو تر منځ د اوربند د تړون څخه سرغړونه ګڼل کېږي.

هغه د طالبانو له حکومت څخه وغوښتل چې د سرحدي سیمو په وسله‌والو ډلو باندې کنټرول ولري. هغه د امنیتي ننګونو یادونه وکړه او ویې ویل: «تروریزم د پاکستان او افغانستان تر منځ د سوله‌ییزو اړیکو تر ټولو لوی خنډ دی. د اوربند اصلي شرط دا دی چې د ممنوعه سازمانونو لکه د پاکستانی طالبانو غورځنګ (TTP) ملاتړ ونسي.» د پاکستان دفاع وزیر په پای کې ټینګار وکړ چې اسلام‌آباد د خپلو وګړو د امنیت او د سیمې د ثبات د ساتنې پابند دی او هیله لري چې وروستۍ اوربند د دواړو هېوادونو تر منځ دایمي سولې ته زمینه برابره کړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x