د پاکستان د پوځ لوی درستیز ویلي دي چې کله چي د پاکستانیانو د امنیت خبره وي به د هیچا درناوی ونه کړو. جنرال عاصم منیر زیاته کړه: “د یو پاکستانی ژوند تر ټول افغانستان ډیر مهم دی.” د پاکستان د پوځ دغه چارواکي خبرداری ورکړی: “پاکستان له پنځوسو کلونو راهیسې د پنځو میلیونو افغان اتباعو لپاره خوراکي توکي برابر کړي، خو کله چې زموږ د ماشومانو نوبت ورسیږي، موږ به هغه کسان تعقیب کړو چې پر دوی برید کوي.” هغه په بلوچستان کې طالبان له اوږدې مودې راهیسې د اورپکو په ملاتړ تورن کړل او زیاته یې کړه چې لویدیځ ګاونډي پاکستان ته هیڅکله دوستي نه ده ښودلې. خو د عاصم منیر د څرګندونو په غبرګون کې د طالبانو د دفتر مشر ویلي چې “پاکستان د خپلو وګړو په امنیت کې پاتې راغلی او پړه یې پر نورو اچوي.” فصیح الدین فطرت د پاکستان له خلکو وغوښتل چې “د خپلو سیاستوالو د تعصبي نظریو په وړاندې غبرګون وښيي چې د دوو ګاونډیو مسلمانو هیوادونو ترمنځ د کرکې لامل کیږي.” ښاغلي فطرت وویل چې دا نظرونه “نه یوازې دا چې ستونزه نه حلوي، بلکې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ښو اړیکو ته هم زیان رسوي.” د طالبانو او پاکستان تر منځ اړیکي ورځ تر بلې ترینګلې کیږي او د عاصم منیر څرګندونې له دې سره سره چې غیر مسوولانه دي، دا په ډاګه کوي چې کړکېچ خورا زیات شوی دی. پاکستان تل د تحریک طالبان پاکستان لپاره د امن پټنځایونو په جوړولو تورنوي او وايي چې په وروستیو دوو کلونو کې د دغه هېواد پر ښارونو د وسله والو بریدونو شمېر څو برابره زیات شوی دی. له بلې خوا طالبان د پاکستان له مخالفو ډلو هر ډول ملاتړ ردوي او د پاکستاني چارواکو تورونه بې اساسه بولي. طالبانو ته د سزا ورکولو لپاره پاکستان له پاکستانه په زیاته اندازه افغان کډوال شړلي او لومړي وزیر له راتلونکي حکومته غوښتي چې د کډوالو د ایستلو لړۍ ته دوام ورکړي. داسې ښکاري چې پاکستاني چارواکي په داسې پلان کار کوي چې طالب چارواکي تر فشار راوړي تر څو د امنیتي ضد اقداماتو یې محدود کړي، خو طالبان به څومره د دغه پلان پر وړاندې مقاومت وکړي، په راتلونکي کې به روښانه شي. خو د اړیکو خړپړتیا به د دواړو خواوو او په ځانګړې توګه د افغانستان لپاره ښې پایلې ونه لري.

- 55
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=7663
- کې خپور شو 3:39 ب.ظ
- د خبر شمیره 7663
- 9 دلو 1402
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=7663
- کې خپور شو 3:39 ب.ظ
- د خبر شمیره 7663
- 9 دلو 1402
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 15:39 - 9 دلو 1402
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

سید حسن نصرالله؛ د لبنان د نوې هویت جوړونکی او د مقاومت مرکز
13:22 - 6 میزان 1404

د اربعین زیارت معنوي او سیاسي اغیزې د اسلامي امت په تحرک او یووالي باندې
13:53 - 24 اسد 1404

د طالبانو څلورم کلیزه او په نړیوال نظام کې د افغانستان ځای
18:24 - 21 اسد 1404

د پیژندلو دمخه، وړتیا راوړئ!
18:31 - 23 سرطان 1404
0
0
votes
امتیاز
Subscribe
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments