د پاکستاني خبریال ادعا: اسلام‌آباد په افغانستان کې د ډرون بریدونو طرحه څېړي

عدیل راجه، یو پاکستاني خبریال، په ټولنیزه شبکه ایکس کې ادعا کړې چې د پاکستان د پوځ ستاد د افغانستان په خاوره کې د ډرون بریدونو د ترسره کولو طرحې څېړي.
د پاکستاني خبریال ادعا: اسلام‌آباد په افغانستان کې د ډرون بریدونو طرحه څېړي

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، عدیل راجه، د پاکستان پېژندل سوی خبریال، په خپله رسمي ایکس پاڼه لیکلي چې د پاکستان د پوځ ستر درستیز دفتر د افغانستان دننه د ډرون بریدونو د ترسره کولو لپاره طرحې پر مېز لري. راجا په خپل پوسټ کې ویلي چې دا بریدونه د طالبانو د سرپرست حکومت پر وړاندې د زیات فشار راوړلو په موخه ډیزاین سوي او هدف یې د اسلام‌آباد له لوري د یوې پراخې پوځي لاسوهنې د توجیه لپاره زمینه برابرول دي. نوموړي همدارنګه زیاته کړې چې د پاکستان د استخباراتو اداره (ISI) دا طرحه په خپلواکه توګه تعقیبوي او ترڅو د بشپړ چمتووالي مرحلې پوره نه سي، پلان جوړونې به دوام ولري. دا په داسې حال کې ده چې پاکستان پخوا هم څو ځله د افغانستان په خاوره کې د سرحدي او هوايي بریدونو اقدام کړی وو. د پاکستاني چارواکو ادعا دا وه چې دغه بریدونه د “ترهګرو ډلو” د ځپلو لپاره ترسره سوي، خو دا کارونه تل د افغانستان د عامه افکارو او ځینو نړیوالو بنسټونو له سخت غبرګون سره مخ سوي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x