د هند د ډیپلوماټیک بدلون څرک؛ په کابل کې به د طالبانو تر واک لاندې رسمي سفارت په فعالیت پیل وکړي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د دغه هېواد تخنیکي ماموریت به له دې وروسته د سفارت په کچه فعالیت کوي.
د هند د ډیپلوماټیک بدلون څرک؛ په کابل کې به د طالبانو تر واک لاندې رسمي سفارت په فعالیت پیل وکړي.

د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، د هند د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د دغه هېواد تخنیکي ماموریت به له دې وروسته په کابل کې د سفارت په کچه فعالیت کوي.

دا پرېکړه چې د سې شنبې په ورځ (۲۹ د میزان) په یوه رسمي اعلامیه کې خپره سوې، سمدستي عملي کېږي. د دې وزارت په وینا، د هند د دیپلوماتیک حضور لوړول په افغانستان کې د نوې ډهلي د «پراخ تعامل» د قوي عزم څرګندونه کوي، څو د طالبانو له ادارې سره په ټولو برخو کې اړیکې پراخې کړي.

له هغه وروسته چې د افغانستان جمهوري حکومت سقوط وکړ او طالبان پر هېواد واکمن سول، هند په ۲۰۲۲ کال کې یوازې یو تخنیکي هیئت کابل ته واستاوه، څو د بشري مرستو چارو ته رسېدنه او محدودې اړیکې تعقیب کړي. خو اوس، د دې نوې پرېکړې له مخې، نوې ډهلی د طالبانو له حکومت سره د خپلو اړیکو د رسمي کېدو په لور یو مهم ګام پورته کړی دی. په اعلامیه کې دا هم راغلي چې دغه اقدام د امنیتي وضعیت او له کابل سره د متقابلې ګټې لپاره د جوړونکي تعامل د اړتیا په پام کې نیولو سره سوی دی.

تراوسه طالبانو د دې پرېکړې په اړه رسمي غبرګون نه‌دی ښودلی، خو شنونکي باور لري چې دا ګام کولای سي د طالبانو او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اړیکو په بڼه کې نوې بدلونونه راولي. په ورته حال کې، قطر هم اعلان کړی چې په کابل کې یې «فوق العاده سفیر» ګومارلی او له طالبانو سره د اړیکو د پراخولو ټینګار یې کړی دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x