«د هستوګنې نړیواله ورځ» او د افغانستان پر ښاري سیمو د فشار د زیاتېدو په اړه د ملګرو ملتونو خبرداری

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د کډوالو پراخ ستنېدل، د اقلیم بحران او طبيعي پېښې به د افغانستان پر ښارونو فشارونه زیات کړي.
«د هستوګنې نړیواله ورځ» او د افغانستان پر ښاري سیمو د فشار د زیاتېدو په اړه د ملګرو ملتونو خبرداری

د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو د هستوګنې پروګرام (UN-Habitat) جمعه، د میزان ۱۱مه/ د اکتوبر ۳مه، د «هستوګنې نړیوالې ورځې» په مناسبت اعلان وکړ چې د افغانستان ښارونه په یو وخت له ګڼو ننګونو سره مخ دي، چې پکې د کډوالو ستنېدل او طبيعي پېښې شاملې دي. دغه د ملګرو ملتونو اداره ټینګار کوي چې د «هستوګنې نړیوالې ورځې» په مناسبت باید پر ښاري بحرانونو د مدیریت تمرکز وسي. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ښاري وګړي اوس شاوخوا ۳۰ سلنه جوړوي او اټکل کېږي چې تر ۲۰۶۰ کال پورې به ۵۰ سلنې ته ورسېږي. کابل، د هېواد پلازمېنه، د کورجوړونې او اوبو له سخت کمښت سره مخ ده او د سرپناه جوړولو غوښتنه هر کال زیاتیږي. «د هستوګنې نړیواله ورځ» د ۲۰۰۵ کال راهیسې د نړیوالو جوړونکو اتحادیې له خوا د دې لپاره ونومول سوه چې د ښارونو وضعیت او د سرپناه د لاسرسي حق ته پام راوګرځوي. دا ورځ د ښاري ژوند د شرایطو د ښه والي او د هستوګنې اړوند ننګونو د لرې کولو پر اهمیت ټینګار کوي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x