د نړیوال بانک خبرداری: د فقر پراخه کچه د افغانستان د دوامدار پرمختګ ستر خنډ دی

نړیوال بانک ویلي چې د افغانستان اقتصاد د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو لپاره ۴.۳ سلنه نسبي وده ښيي، خو پراخ فقر، د کډوالو ستنېدل، وروستۍ زلزلې او د بهرنۍ مرستې کمښت لا هم د دوامدار پرمختګ پر وړاندې ستر خنډونه دي.
د نړیوال بانک خبرداری: د فقر پراخه کچه د افغانستان د دوامدار پرمختګ ستر خنډ دی

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، نړیوال بانک د «منځني ختیځ، شمالي افریقا، افغانستان او پاکستان د اقتصادي وضعیت تازه ارزونه» تر سرلیک لاندې په خپل راپور کې ویلي چې که څه هم د افغانستان اقتصاد د نسبي ثبات نښې ښيي، خو پراخ فقر، بې‌سارې بې‌ځايه‌کیدل او د انسانې اړتیاوو زیاتوالی لا هم هېواد تر فشار لاندې ساتلی دی.

دغه راپور چې د «کار او ښځې: نه‌کارېدلي استعدادونه، نه‌پېښ سوی پرمختګ» تر نوم لاندې خپور سوی، وړاندوینه کوي چې د افغانستان GDP به په ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ مالي کلونو کې نږدې ۴.۳ سلنه وده وکړي — چې دا وده زیاتره د خصوصي او دولتي مصرف له امله رامنځته کېږي. خو د نفوس د ۸.۶ سلنه زیاتوالي په نظر کې نیولو سره، د هر وګړي منځنی عاید به شاوخوا ۴ سلنه راکم سي، چې دا به میلیونونه کسان لا هم د فقر تر کرښې لاندې وساتي.

نړیوال بانک ټینګار کړی: «د نفوس دوامداره زیاتوالی او د ټیټې کچې مهارت لرونکي کاري ځواک زیاتوالی د عاید د لوړوالي خنډ ګرځي او د فقر کمول لا پسې ستونزمنوي.» د نوو اټکلونو له مخې، د افغانستان له ۱۵.۲ تر ۲۳.۸ میلیونه وګړي نږدې له هرو دوو کسانو یو په ژور فقر کې ژوند کوي او هره ورځ له ۳ ډالرو څخه کم عاید لري، چې دا د سیمې د تر ټولو بېوزله قشر ۲۵ سلنه جوړوي.

راپور همدارنګه د کډوالو د ستنېدو، طبیعي ناورینونو او د کمزوري حاکمیت ګډ اغېز ته اشاره کوي. له سپتمبر ۲۰۲۳ راهیسې، له ۴ میلیونو زیات افغانان هېواد ته بېرته راستانه سوي دي. دا ناڅاپي ستنېدنه، د کاري فرصتونو د نشتون او د نړیوالو مرستو د کمښت له امله، د افغانستان د کار بازار او عامه خدماتو سکتورونه له سخت فشار سره مخ کړي دي.

نړیوال بانک د ۲۰۲۵ د اګست د مرګوني زلزله‌يي پېښې یادونه هم کړې ده، چې له ۲۰۰۰ زیات کسان یې ووژل او دا د ۱۹۹۸ کال راهیسې تر ټولو وژونکې زلزله بلل سوې. د دې پېښې مالي زیان شاوخوا ۱۸۳ میلیونه ډالر، یعنې د GDP نږدې ۱ سلنه اټکل سوی، او د مالدارۍ او کلیوالي کورونو برخه یې سخته زیانمنه کړې ده.

په سیمه‌ییزه کچه، نړیوال بانک د ۲۰۲۵ کال لپاره د منځني ختیځ، شمالي افریقا، افغانستان او پاکستان لپاره ۲.۸ سلنه او د ۲۰۲۶ کال لپاره ۳.۳ سلنه اقتصادي وده اټکل کړې ده. خو په افغانستان کې یې خبرداری ورکړی چې د دوامدارې بې‌ثباتۍ، بندیزونو او د نړیوالې نه‌پېژندنې دوام د اوږدمهاله اقتصادي رغونې مخه نیسي.

راپور زیاتوي چې د بهرنۍ مرستې د کمېدو له امله په ۲۰۲۵ کال کې سلګونه روغتیایي مرکزونه تړل سوي او میلیونونه کسان له درملنې او تغذیې بې‌برخې سوي دي.

نړیوال بانک له نړیوالو مرسته‌کوونکو غوښتنه کړې چې د افغانستان د بشري اړتیاوو، اقتصادي بنسټونو پیاوړتیا، او د ستنېدونکو د ملاتړ لپاره بېړني ګامونه واخلي ترڅو فقر راکم او د دوامدار پرمختګ زمینه برابره سي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x