د ملګرو ملتونو د دوامداره پراختیا لپاره د مرکزي آسیا او افغانستان سیمه ایز مرکز د جوړولو لپاره د تړون لاسلیک

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش، قزاقستان ته د خپل سفر په جریان کې، د مرکزي آسیا او افغانستان لپاره د دوامداره پراختیا موخو لپاره د سیمه ایز مرکز د جوړولو لپاره تړون لاسلیک کړ.
د ملګرو ملتونو د دوامداره پراختیا لپاره د مرکزي آسیا او افغانستان سیمه ایز مرکز د جوړولو لپاره د تړون لاسلیک

د معمار پرس د خبر له مخې؛ ګوتریش نن، یکشنبه، د اسد ۱۲مه، دا تړون لاسلیک کړ، او دا یې په سیمه کې د دوامداره پراختیا موخو د پرمختګ لپاره یو مهم ګام وباله.

هغه ټینګار وکړ چې دا مرکز به د ملګرو ملتونو د همغږي کونکو سره په همکارۍ په افغانستان کې د اقتصادي پراختیا او ځان بسیاینې سره مرسته وکړي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي وویل چې د افغانستان خلک د پراخې بې وزلۍ، بې ځایه کیدو، طبیعي پیښو او بشري کړکېچونو په څیر ننګونو سره مخ دي.

ګوتریش وویل چې دا مرکز به د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو په تمرکز سره د افغانستان د وضعیت ښه کولو کې مرسته وکړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x