د ملګرو ملتونو خبرداری: د افغانستان ښځې او انجونې د اوسني بحران اصلي قربانیانې دي

سیما باهوس، ویلی چې د افغانستان ښځې او انجونې د روان بحران تر ټولو ستر بار پر اوږو وړي او د تاوتریخوالي او لوږې له ګواښ سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو خبرداری: د افغانستان ښځې او انجونې د اوسني بحران اصلي قربانیانې دي

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې سیما باهوس، په عمومي اسمبلۍ کې په یوې ناستې کې خبرداری ورکړی چې د افغانستان ښځې او انجونې د روان بحران تر ټولو ستر بار پر اوږو وړي او اوس د تاوتریخوالي او لوږې له ګواښ سره مخ دي. نوموړې (سه‌شنبه، د میزان لومړۍ) د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په لوړ کچې ناسته کې چې د ښځو د څلورم نړیوال کنفرانس د دېرشمې کلیزې په مناسبت جوړه سوې وه، ټینګار وکړ: «ملګري ملتونه د افغانستان، کانګو، غزې، سوډان، اوکراین او یمن ښځو ته چې د ناورینونو بار پر اوږو وړي، پوروړی دی.» په همدې حال کې، د ښځو او انجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي د موضوع ځانګړي راپور ورکوونکي ویلي دي چې په افغانستان کې ښځې په قصدي او سیستماتیک ډول په نښه او له منځه وړل کېږي. دغه ناسته د ملګرو ملتونو د سرمنشي او د ګڼ شمېر هیوادونو د مشرانو په ګډون جوړه سوې وه چې تمرکز یې د ښځو د حقونو ملاتړ او د هغوی پر وړاندې د نړیوالو ننګونو پر مقابلې وو.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x