د معمار خبرې آژانس د راپور له مخې؛ سوزان فرګوسن، د افغانستان د ښځو چارو لپاره،د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې په یوه خبري ناسته کې چې د «افغان ښځو ته عاجل مرسته» په محور وه، څرګنده کړه چې د افغانستان په ختیځ کې زلزله ځپلې ښځې او انجونې د اوږدمهاله کړاوونو او څو اړخیزو ګواښونو سره مخ دي. هغې وویل: «ښځې او انجونې د افغانستان په ختیځ کې د زلزلې د قربانیانو نیمایي څخه زیات او د ورک سویو کسانو ۶۰ سلنه جوړوي.» فرگوسن د خپل وروستی سفر یادونه وکړه چې کنر ولایت ته تللې وه او زیاته یې کړه چې په دې سیمو کې حیاتي بنسټونه له منځه تللي او د ښځو لپاره کافي صحي امکانات نه سته. د هغې په خبره، ښځې اړ دي چې د ابتدایي خدماتو لپاره اوږده واټنونه ووهي، چې دا کار یې د تاوتریخوالي او ځمکنیو ماینونو له خطر سره مخ کوي. د ملګرو ملتونو دې چارواکې خبرداری ورکړ چې د طبیعي ناورینونو وروسته، د کورنۍ په کچه تاوتریخوالی، د بې ځایه کیدلو او د عاید د له لاسه ورکولو له امله زیاتېږي. هغې وویل: «په تر ټولو زیانمنونکو ډلو کې لږ تر لږه ۴۶۳ کورنۍ پیژندل سوې.» فرگوسن د امیندوارو او شیدې ورکوونکو ښځو وضعیت ته هم اشاره وکړه او ټینګار یې وکړ چې ټولې ښځې او انجونې بیړنیو صحي خدماتو ته اړتیا لري. هغې وویل چې د طالبانو محدودیتونه د ښځو پر کار، زدکړه او تګ راتګ باندې د صحي ښځینه کارکوونکو شدید کمښت رامنځته کړی او دا وضعیت ښځې د بشري مرستو د لاسرسي له پلوه په کړکیچ کې اچوي. هغې د ۲.۵ میلیونه ډالرو غوښتنه وکړه تر څو د ۶ څخه تر ۱۲ میاشتو اضطراري پروګرام عملي کړي، چې موخه یې د زلزلهځپلو ښځو او انجونو بنسټیزو خدماتو ته د لاسرسي ښه کول دي.
- په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو اندېښنه
د افغانستان د ښځو چارو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې خبرداری ورکړی چې ښځې او انجونې د افغانستان ختیځ کې د زلزلې د قربانیانو له نیمایي څخه زیات او د ورک سویو کسانو ۶۰ سلنه جوړوي.

- 42
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=149595
- کې خپور شو 3:24 ب.ظ
- د خبر شمیره 149595
- 31 سنبله 1404
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=149595
- کې خپور شو 3:24 ب.ظ
- د خبر شمیره 149595
- 31 سنبله 1404
- آخرین بروزرسانی 16:24 - 31 سنبله 1404
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

د خدمتونو بیا پیل؛ طالبانو په شپږو میاشتو کې له ۵۲۸ زرو څخه ډېر پاسپورتونه صادر کړي دي
13:37 - 30 میزان 1404

د افغانستان د زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره د همکارۍ د هوکړهلیک لاسلیک
16:59 - 29 میزان 1404


د خوړو نړيوال پروګرام: د لوږې بحران په افغانستان کې ورځ تر بلې سختېږي
15:14 - 29 میزان 1404
0
0
votes
امتیاز
Subscribe
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments