د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د افغان ښځو د ایتلاف بنسټ غوښتنه: د طالب مشرانو د معافیت موده مه غځوئ

memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ دغه ایتلاف د یوه لیک په استولو سره د دغه سازمان له امنیت شورا غوښتي چې د طالبانو ټولو مشرانو ته د سفر معافیت پای ته ورسوي.

دغه ایتلاف ویلي، سره له دې چې طالبانو د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته د درناوي او د یوه ټول شموله حکومت د جوړولو ژمنې کړې، دغه ډله بېرته خپلو سختو قوانینو ته راستانه شوې ده.

د دغه ايتلاف د دغو ښځينه غړو په وينا، طالبانو نه يوازې پر ښځو او نجونو سخت بنديزونه لګولي، بلکې د ښځو د شلو کلونو لاسته راوړنې يې هم له منځه وړي دي.

دوی ټینګار کړی چې طالبانو د ښځو او نجونو ازادي سلب کړې او تر ۱۲ کلنۍ پورته نجونو ته اجازه نه ورکوي چې ښوونځي ته لاړې شي.

په لیک کې راغلي چې طالبانو د بشري حقونو خپلواک کمیسیون او د ښځو چارو وزارت لغوه کړی او د ښځو د خوندیتوب لپاره هیڅ میکانیزم نه لري.

د دغو مېرمنو په وینا پر طالبانو سیاسي فشارونه باید دوام ولري څو دغه ډله خپله تګلاره بدله کړي.

دغه ائتلاف له نړۍ غوښتي چې د افغانانو تر څنګ ودرېږي او د طالبانو د سفر معافیت دې پای ته ورسوي.

بیشتر بخوانید:  د ښځو د کار منع کول؛ په افغانستان کې د ژغورنې نړیوالې کمېټې درې زره ښځینه کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي

د دوی په لیک کې راغلي چې د طالبانو ۱۳۵ غړي تر سفري بندیزونو لاندې دي چې له دې جملې څخه ۱۳ یې په ۲۰۱۱ کال کې د سولې په معنی‌دارو خبرو کې د ګډون په خاطر د سفر معافیت ترلاسه کړی و.

په همدې حال کې د طالبانو د رهبرۍ د ۱۳ غړو د سفر معافیت د جمعې په ورځ د اګست په ۲۰ پای ته ورسېد، خو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اختلافاتو له امله تر اوسه په دې اړه پرېکړه نه ده کړې.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x