د ملګرو ملتونو اعلامیه: د طالبانو کړنې د بشریت ضد جنایت او جنسیتي توپیر دی

د ملګرو ملتونو اعلامیه: د طالبانو کړنې د بشریت ضد جنایت او جنسیتي توپیر دی

د معمار پرس د خبر له مخې، ملګرو ملتونو په یوه بیانیه کې چې د دغه سازمان د ۳۰ مشهورو کارپوهانو له خوا لاسلیک شوی، څرګنده کړې چې طالبانو واک ته د رسېدو دوه کاله وروسته هم په افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونو ته دوام ورکوي. دغه راز دغو غړو د طالبانو کړنې «د بشریت پر ضد جنایت» او «جنسي توپیر» بللی دی. په دې خبرپاڼه کې راغلي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تبعیض د تېر کال په پرتله زیات شوی دی. همدارنګه، طالبان داسې ظالمانه سزاګانې کاروي چې انساني کرامت تر پښو لاندې کوي، لکه سنګسار کول، وهل ټکول او تر دیوال لاندې ښخول، چې د بشري حقونو له نړیوالو معیارونو سره په ټکر کې دي.

بیشتر بخوانید:  حقیقت، د ډلې د باورونو خلاف؛ د ستانکزي نیوکه په غیر معقول سیاست باندې
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x