د ملي دفاع وزارت د جګړه ییزو زده کړو قومندانۍ څخه ۵۲ سرتېري فارغ شول

د ملي دفاع وزارت

د معمار  د خبر له مخې؛ یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ملي دفاع وزارت قطعاتو او جزوتامونو ۵۲ تنه سرتېري د جګړه ییزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د لوژستیک او مخابرې له مسلکي زده کړو څخه پرون د یوې غونډې په ترڅ کې فارغ شول.

د سرچینې د مالوماتو له مخې په دې غونډه کې د جګړه ییزو ګډو زده کړو قوماندانۍ مسؤلينو، مجاهدینو او منسوبینو ګډون کړی وو.

په ورته وخت کې فارغ شویو سرتېرو د جګړه يیزو ګډو زده کړو قوماندانۍ له مسئولینو څخه مننه وکړه، چې د سرتېرو د ښوونې او روزنې په برخه کې یې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي، د غونډې په پای کې فارغانو ته ستاینلیکونه هم ورکړل شول.

بیشتر بخوانید:  هیومن رایټس واچ: د نجونو د تعلیمي محدودیت له امله رامنځ ته شوي زیانونه د افغانستان راتلونکي ته زیان رسوي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x