په ورته وخت کې د خبریالانو د ملي ورځې په مناسبت د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت د شورا مشر اعلان وکړ چې د طالبانو له واکمنۍ سره، د بیان ازادي صفر ته راګرځېدلې او اوسنۍ زړه بوږنونکې فضا او د نه زغملو وړ وضعیت په ځانګړې توګه له رسنیو څخه د ارام ساه اخیستې ده. د ملي مقاومت شورا زیاته کړه چې د خبریالانو ورځ په داسې حال کې را رسېږي چې په افغانستان کې د بیان ازادي، د رسنیو ازادي او د اطلاعاتو ازادو پدیدو په بشپړه توګه خپل مفهوم له لاسه ورکړی او موږ د افغانستان د تاریخ په تور پړاو کې یو. دغې شورا څرګنده کړه، چې درې کاله وړاندې په افغانستان کې ګڼ شمېر ویډیويي، غږیزې او چاپي رسنۍ په ازاده توګه فعالیت درلود، اوس یوازې څو محدودې رسنۍ فعالیت ته دوام ورکوي او د هېواد تریخ حقیقتونه نه شي بیانولی. دغې شورا زیاته کړه: هیله لرو چې افغانستان یو ځل بیا د رسنیو د شتون او د ازادو رسنیو د زیاتېدونکي ودې شاهد وي.

- 39
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=8058
- کې خپور شو 3:20 ب.ظ
- د خبر شمیره 8058
- 27 حوت 1402
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=8058
- کې خپور شو 3:20 ب.ظ
- د خبر شمیره 8058
- 27 حوت 1402
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 15:20 - 27 حوت 1402
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
امتیاز
Subscribe
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments