د مالیې وزارت سرپرست، د آمو سیند اړونده ساحه کې د رامنځته شوي بشري ناورین په مخنیوي کې د ترکیې د همکارۍ غوښتنه وکړه

د مالیې وزارت سرپرست

د معمار آژانس د خبر له مخې؛ د مالیې وزارت په خبرپاڼه کې چې نن خپره شوې ده؛ راغلي چې په دې کتنه کې د مالیې وزارت سرپرست ویلي، چې ترکیه او افغانستان نه بیلېدونکي تاریخي او مذهبي اړیکې لري او په تېر کې، د افغانستان ښه مرستندوی هېواد پاتې شوی دی.

هغه د ترکیې له سفیر څخه غوښتي چې د آمو سیند اړونده ساحه کې د رامنځته شوي بشري ناورین په مخنیوي کې همکاري وکړي؛ د بیمې تکافل او اسلامي مالیاتو په برخه کې خپلې تجربې شریکې کړي او همدا رنګه، د ماليې وزارت کاروکونکو ته د ظرفیت لوړونې او روزنیزو پروګرامونو او سکالرشيپونو زمینه برابره کړي.

د مالیې وزارت سرپرست ډاډ ورکړی چې اوسمهال په افغانستان کې د پانګونې ښه فرصتونه رامنځته شوي، نو ترکي پانګه وال کولای شي چې د کرنې او دولتي شرکتونو د ودې په برخه کې پانکونه وکړي.

د ترکیې سفیر هم، په اوسني نظام کې د مالیې وزارت دنده مهمه او ستونزمنه بللې او د دوی کارونه یې ستایلي دي.

هغه هم ‌ډاډ ورکړی چې ترکیه د صنعت په برخه کې پرمختللي امکانات او ښې تجربې لري، چې په دې برخه کې به له افغانستان سره همکاري وکړي.

بیشتر بخوانید:  حامد کرزي په افغانستان کې د نجونو پر تعلیم ټینګار وکړ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x