د عامې روغتیا وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له رئیس سره وکتل

د عامې روغتیا وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له رئیس سره وکتل

د معمار پرس د خبر له مخې، د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د خبرپاڼې له مخې، د دغه وزارت سرپرست نور جلال جلالي نن سه شنبه د اسد ۱۶مه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له مشر سټیفن روډریک او ورسره ملګري پلاوي سره وکتل. د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو د هېواد په روغتيايي مرکزونو کې د لمريزې برېښنا د سيسټم پر جوړولو، د ملاريا، نري رنځ او ايچ آی وي (ايډز) ناروغيو د مخنيوي او روغتيايي خدمتونو په اړه خبرې وکړې. سرچينه زياتوي، چې د UNDP دفتر مشر له افغانستان سره په يادو برخو کې د يادې ادارې د همکاريو د دوام ډاډ ورکړ.

بیشتر بخوانید:  د ایران د ولسمشر او ورسره ملګري پلاوي د شهادت په مناسبت د معمار پرس د رسنۍ د خواخوږي پیغام
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x