د طالبانو یو جګپوړي غړي د افغانستان او قطر ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ

د طالبانو یو جګپوړي غړي د افغانستان او قطر ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ

د معمار پرس د خبر له مخې: د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال شېرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې د قطر سفارت له سلاکار سره په ليدنه کې وويل: د افغانستان او قطر ترمنځ د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو لا پیاوړتیا د دواړو لورو لپاره مهمه ده. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د دې ډلې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په کابل کې د قطر د سفارت له سلاکار مردیف القشوتي سره وکتل. په کابل کې د قطر د سفارت سلاکار مردیف القشوتي وویل، افغانان او قطریان دوه دوستان هېوادونه دي او هېواد یې غواړي چې د پوهنې او روغتیا د برخو په پیاوړتیا او عمومي کولو کې رغنده رول ولوبوي.

بیشتر بخوانید:  بیدار وجدانونه او د غزې د خلکو په وژلو کښې له صهیونیسټ رژیم او امریکا سره د ملګرتیا نه شتون
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x