د طالبانو ویاند: په افغانستان کې به د ګرځنده تلیفونونو د ثبت لړۍ پیل شي

د طالبانو ویاند: په افغانستان کې به د ګرځنده تلیفونونو د ثبت لړۍ پیل شي

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د جدی په ١٩مه، اعلان وکړ، چې په افغانستان کې به د موبايلونو د ثبت لړۍ پيل شي. د ښاغلي مجاهد په وینا دا بهیر به د سیم کارتونو له ثبت وروسته پیل شي. هغه وویل چې د دې اقدام هدف ډیجیټل کول او د امنیت زیاتوالی دی. تر دې مخکې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د موبایل پلورونکو ته امر کړی و، چې د مشتریانو تفصیلات او د (آی‌ام‌ای) تلیفون شمېره په ځانګړې بڼه ثبت کړي. د يادونې وړ ده، چې د موبايل ټليفون د ثبت د رسمي پروسې په ترڅ کې د موبايل ټېلېفون د مالکيت تثبيت او قانونيت تاييدېږي، چې د غلا او قاچاق په کمولو کې مثبت اغېز لري.

بیشتر بخوانید:  په ملګرو ملتونو کې د طالب چارواکو د سفر د معافیت د تمدید په اړه د موافقې نشتوالی؛روسیې او چین د وخت غوښتنه وکړه
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x