د طالبانو ویاند: له پاکستان سره مو د سولې او متقابل درناوي پر بنسټ موافقه وکړه

د طالبانو ویاند اعلان کړی چې له پاکستان سره د بشپړ اوربند تړون د دوحې په خبرو کې لاسلیک سو، او ټینګار یې کړی چې دواړه خواوې به له دښمنانه کړنو لاس اخلي.
د طالبانو ویاند: له پاکستان سره مو د سولې او متقابل درناوي پر بنسټ موافقه وکړه

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن یکشنبه (د میزان ۲۷مه) په خپل ایکس (تویټر) پاڼه کې لیکلي چې د طالبانو او پاکستان د استازو خبرې په قطر کې د یو رسمي تړون په لاسلیک سره پای ته رسېدلې دي. مجاهد لیکلي: «موږ د قطر او ترکیې د هېوادونو له هڅو او منځګړیتوب څخه د دې موافقې د ترلاسه کولو په لاره کې مننه او قدرداني کوو.»

هغه زیاته کړه، د دوه‌اړخیز تړون له مخې، دواړه خواوې د سولې، متقابل درناوي او د ښه ګاونډیتوب اړیکو پر اصل ټینګار کوي، او ژمن دي چې ټولې ستونزې به د خبرو له لارې حلوي. مجاهد ویلي: «دواړه لوري په بشپړ او معنا لرونکي اوربند هوکړې ته رسېدلي، او پرېکړه سوې چې هېڅ یو اړخ به د بل پر ضد دښمنانه عمل نه کوي، او همدارنګه به له هغو ډلو ملاتړ نه کوي چې د پاکستان پر ضد فعالیت لري.»

د طالبانو ویاند همدارنګه څرګنده کړې چې دواړه خواوې په دې سلا سوې چې هېڅ ډول برید به د یو بل پر امنیتي ځواکونو، ملکي وګړو یا بنسټونو نه ترسره کېږي، او راتلونکې کې به د قطر او ترکیې په منځګړیتوب یو ګډ میکانیزم جوړېږي څو د دواړو خواوو ادعاوې وڅېړي او د تړون د پلي کېدو بهیر تضمین کړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x