د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو ویاند دغه اعلان د دغې ډلې د مشرتابه په امر کړی دی چی د مالیې وزارت د ګمرکونو پخوانی رییس عبدالمتین سعید د دغه وزارت د عوایدو او ګمرکونو د مرستیال په توګه وټاکل شو. او د تفتیش عالي ادارې پخوانی مالي او اداري مرستیال محمد نبي محمدي د طالبانو په واکمنۍ کې د احصایې او اطلاعاتو د ملي ادارې د نفوسو د ثبت ادارې د مرستیال په توګه وټاکل شو. او د کندهار ښار د څلورمې امنیتي حوزې پخوانی قوماندان عبدالعلي ملا اغا د تخار ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قوماندان په توګه وټاکل شو. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو مشر په تېرو میاشتو کې په بېلابېلو پوستونو کې چارواکي بدل کړي دي. څه موده وړاندې د طالبانو مشر په ټولنیز ثبات کې د علماوو رول مهم بللی و او له هغوی یې غوښتي وو چې د هېواد د یووالي لپاره کار وکړي.

- 41
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=105251
- کې خپور شو 2:29 ب.ظ
- د خبر شمیره 105251
- 28 میزان 1403
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=105251
- کې خپور شو 2:29 ب.ظ
- د خبر شمیره 105251
- 28 میزان 1403
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 16:31 - 28 میزان 1403
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

د ښځو د حقونو ضایع کول د شریعت په نوم؛ دا د بشریت پر ضد چلند دی
14:19 - 21 میزان 1404

افغانستان او پاکستان په یوه حساسه لوبه کې له یو بل سره مخامخ کېږي
13:44 - 21 میزان 1404

د پاکستان دفاع وزیر: افغان کډوال باید خپل هېواد ته ستانه سي
13:37 - 21 میزان 1404

د ډالرو، تومان او کلدار پر وړاندې د افغانیو بیه (پنج شنبه د 1404 کال د میزان 17)
13:59 - 17 میزان 1404
0
0
votes
امتیاز
Subscribe
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments