د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره دا خبره کړې ده چی عبدالغفار بحر په دغه هېواد کې د طالبانو نوی سفیر ټاکل شوی دی. د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر په تاشکند کې د طالبانو د حکومت له سفیر عبدالغفار بحر سره په کتنه کې له افغانستان سره د خپل هېواد د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی. د اعلامیې پر بنسټ، د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر په ازبکستان کې د طالبانو د سفارت له نوي سفیر سره وکتل او په دوه اړخیزو، سیمه ییزو او نړیوالو اندېښنو، د کابل او تاشکند ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا، له ظرفیتونو څخه د استفادې او د نویو پروژو پر پراختیا خبرې وکړې.

- 49
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=103905
- کې خپور شو 1:46 ب.ظ
- د خبر شمیره 103905
- 19 میزان 1403
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=103905
- کې خپور شو 1:46 ب.ظ
- د خبر شمیره 103905
- 19 میزان 1403
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 16:48 - 19 میزان 1403
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
امتیاز
Subscribe
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments