د معمار پرس د خبر له مخې؛ په کابل کې امنیتي سرچینو اعلان کړی چې طالب ځواکونو د کابل ښار په لویدیځ کې د پل سوخته په څلور لارې کې د حزب وحدت اسلامي د پخواني مشر شهید عبدالعلي مزاري مجسمه ویجاړه کړې ده. د ځايي خبريالانو له ډلې څخه چې نن سهار (دوشنبه د سرطان په ۱۸مه) يې له سيمې ليدنه کړې، د ځايي اوسېدونکو له خولې ويلي چې طالبانو د عبدالعلي مزاري د مجسمې مخ په “برما او میخونو” سره ویجاړ کړ او ویجاړې شوې برخې یې په “پلستر” پوښلې. د هغه په وينا، ځايي اوسېدونکي وايي، چې وسله والو طالبانو د شپې له خوا دغه کار کړى دى. دغه خبريال وايي چې د بابا مزاري چوک په شاوخوا کې طالبان له ټانکونو سره ځاى پر ځاى شوي او ګزمې کوي.

- 37
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=9372
- کې خپور شو 12:30 ق.ظ
- د خبر شمیره 9372
- 18 سرطان 1403
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=9372
- کې خپور شو 12:30 ق.ظ
- د خبر شمیره 9372
- 18 سرطان 1403
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 12:30 - 18 سرطان 1403
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
امتیاز
Subscribe
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments