د معمار پرس د خبر له مخې، په ایران کې د طالبانو د حکومت سفیر فضل محمد حقاني د دغې ډلې د احصایې او اطلاعاتو د څانګې له مرستیال سره په کتنه کې په ایران کې د افغان مهاجرینو لپاره د الکترونیکي تذکرو د ویش د مرکزونو د جوړولو او د هغوی د هویت د تثبیت په بهیر کې د اسانتیاوو د برابرولو غوښتنه وکړه. د طالبانو د احصایې او اطلاعاتو د ادارې د خبرپاڼې له مخې، د دې ډلې د حکومت سفیر د مهاجرینو د هویت د ثبت د پروسې په ښه کولو، د هویت د ستونزو په حل او په ایران کې د افغان محصلینو په تېره بیا د تابعیت د تذکرو د وېش په برخه کې د اسانتیاوو په رامنځته کولو ټینګار وکړ. د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې د طالبانو د احصايې رياست د نفوسو د ثبت مرستيال هم ژمنه وکړه، چې په ايران کې به د تذکرو د وېش او د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره هڅې وکړي. د طالبانو د حکومت د احصایې او اطلاعاتو ملي اداره وايي، هېوادوالو ته په هېواد کې دننه او بهر د خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی.

- 54
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=109751
- کې خپور شو 12:02 ق.ظ
- د خبر شمیره 109751
- 30 عقرب 1403
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=109751
- کې خپور شو 12:02 ق.ظ
- د خبر شمیره 109751
- 30 عقرب 1403
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 14:04 - 30 عقرب 1403
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
امتیاز
Subscribe
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments