د معمار پرس د خبر له مخې؛ د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني له طلوع نیوز سره په مرکه کې وویل: “په تیرو اتو میاشتو کې شاوخوا 970,000 افغان کډوال هیواد ته راستانه شوي دي. له دې جملې څخه څه باندې سل زره کسان له پاکستان، پنځه زره له ترکیې او پاتې نور له ایران څخه هېواد ته راستانه شوي دي.» هغه زياته کړه، چې د کډوالو د بېرته راستنېدو او د هغوى د ژوند د لومړنيو اسانتياوو د برابرولو لپاره هڅې روانې دي. دا احصایه په داسې حال کې وړاندې کېږي، چې ډېری افغان کډوال په کوربه هېوادونو کې د استوګنې د ستونزو او د کار د خوندیتوب د نشتوالي له امله بېرته ستنېدو ته اړ شوي دي. په هرصورت، د مهاجرینو په پراخه کچه بیرته راستنیدو په افغانستان کې ډیرې ستونزې رامینځته کړې.

- 49
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=112258
- کې خپور شو 12:21 ق.ظ
- د خبر شمیره 112258
- 19 قوس 1403
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=112258
- کې خپور شو 12:21 ق.ظ
- د خبر شمیره 112258
- 19 قوس 1403
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 12:21 - 19 قوس 1403
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
امتیاز
Subscribe
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments