د طالبانو د کډوالو وزارت د څلورو همکارو بنسټونو سره د کارموندنې د پراختیا هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل

د افغانستان د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت د یو میلیون او ۲۳۰ زره ډالرو په ارزښت له څلورو همکارو بنسټونو سره هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړي دي.
وزارت مهاجرین و چهار نهاد همکار، تفاهم‌نامه توسعه اشتغال امضا کردند

د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت له څلورو همکارو بنسټونو سره د یو میلیون او ۲۳۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل.

د طالبانو د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت اعلان کړی چې د همکارۍ هوکړه‌لیکونه یې له څلورو همکارو بنسټونو سره لاسلیک کړي دي. دا هوکړه‌لیکونه د یو میلیون او ۲۳۰ زره امریکايي ډالرو ارزښت لري او موخه یې د کډوالو د ملاتړ مرکزونو پراختیا، د کاري فرصتونو برابرول، روزنه، روغتیایي پاملرنې او نور خدمتونه په اته ولایتونو کې دي.

دغه وزارت ویلي چې دا بودجه به د کډوالو او بېرته ستنېدونکو په ګټه د ملاتړ او خدمتونو د پیاوړتیا لپاره په حیاتي برخو کې ولګول سي، تر څو د هغوی د ښه ژوند او ټولنیز پرمختګ زمینه برابره سي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x