د طالبانو د ژبنۍ او فرهنګي تګلارې سیاستونه

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، د لوحو او اعلانونو د اصلاح کمیسیون ددې ادارې د ژبني او فرهنګي سیاستونو په چوکاټ کې د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې له ۲۰۰ څخه ډېرې اعلانیزې تختې له ژبني اړخه سمې کړې دي.
د طالبانو د ژبنۍ او فرهنګي تګلارې سیاستونه

د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اعلان کړی چې د لوحو او اعلانونو د اصلاح کمیسیون په خپل تازه اقدام کې، د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې له ۲۰۰ څخه ډېرې اعلانیزې تختې له ژبني اړخه اصلاح کړي دي.

د وزارت په خبرپاڼه کې ویل سوي چې دا اقدام د طالبانو د ژبني او فرهنګي سیاستونو د پلي کولو په موخه ترسره سوی، خو په اړه یې دقیق جزئیات نه دي ورکړل سوي چې کوم ډول اصلاحات پکې سوي دي. خو د خپرو سویو انځورونو له مخې، په لوحو کې بدلونونه هغو کلمو او اصطلاحاتو ته اړوند دي چې له پښتو یا دري پرته عامیانه یا وارداتي بلل سوي، لکه «د خولې دننه برخه»، «دیش آنتن» او «قدس د حجامې مرکز».

ځینې سرچینې وايي، د دې اقدام موخه د رسمي ژبې له معیار سره د اصطلاحاتو همغږي کول او د بهرنيو یا له معیار سره د نا برابرو کلمو مخنیوی دی. خو انتقاد کوونکی دا کار د فرهنګي لاسوهنې او د سوداګرۍ او اعلان په برخه کې د بیان د ازادۍ محدودول بولي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x