د معمار پرس د خبر له مخې: د طالبانو د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې د دغه وزارت وزیر مولوي نور جلال جلالي له نړیوالو موسسو سره د روغتیا په برخه کې د اصلاحاتو او ښې همغږۍ په هدف د یوه پلاوي په مشرۍ سویس ته تللی دی. د سرچینې په وینا، د طالبانو د عامې روغتیا وزیر به د روغتیا د نړیوال سازمان له عمومي مشر ټډروس اډهانوم قبریسوس سره د روغتیايي خدمتونو د پراختیا په اړه خبرې وکړي. د دغه وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ښاغلي جلالي په دې کتنه کې د صحي ستونزو او د ساري ناروغیو د کنټرول او د ماشومانو د فلج کېدو د مخنیوي په برخه کې له نړیوالو موسسو سره د لا زیاتې همغږۍ په اړه خبرې وکړې. سرچينې زياته کړې، چې د نړيوالو روغتيايي سازمانونو مسوولينو ژمنه کړې، چې د روغتيا په برخه کې به خپلو همکاريو ته دوام ورکوي.

- 42
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=9586
- کې خپور شو 2:30 ب.ظ
- د خبر شمیره 9586
- 31 سرطان 1403
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=9586
- کې خپور شو 2:30 ب.ظ
- د خبر شمیره 9586
- 31 سرطان 1403
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 14:30 - 31 سرطان 1403
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
امتیاز
Subscribe
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments