د طالبانو د صحت وزیر او د ایران سفیر د صحي همکاریو په اړه خبرې وکړې

مولوي نورجلال جلالي، د طالبانو د عامې روغتیا وزیر، د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر علي‌رضا بیکدلي سره په کابل کې وکتل او خبرې ورسره وکړې.
د طالبانو د صحت وزیر او د ایران سفیر د صحي همکاریو په اړه خبرې وکړې

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، مولوي نور جلال جلالې د طالبانو سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزیر، د اېران له سفیر علی رضا بیکدلی سره په کابل کې وکتل، په دې لیدنه کې د کابل او بامیان په ښارونو کې د روغتونونو د جوړولو، د صحي کارکوونکو ظرفیت لوړولو، په ځانګړي ډول د سرطان د درملنې په برخه کې، او د هېواد د عامو روغتونونو د تجهیز موضوعات مطرح او وڅېړل سول.

د ایران سفیر په دې لیدنه کې د بشردوستانه همکاریو اهمیت ته په اشاره وویل چې ایران به د افغانستان د صحي سکتور د پراختیا او د درملنې د زیربناوو د ښه کولو لپاره خپلې دوامدارې همکارۍ ته دوام ورکړي.

د عامې روغتیا وزیر هم د ایران د ښوونیزو او خدماتي همکاریو قدرداني وکړه او غوښتنه یې وکړه چې په متخصصو ډاکټرانو د روزنې او د طبي تجهیزاتو په برابرولو کې همکاري نوره هم زیاته سي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x