د طالبانو د دفاع وزارت خبرداری پاکستان ته: تېری به بې‌ځوابه پاتې نه سي

د طالبانو د دفاع وزارت د پاکستان هوايي تېری د افغانستان پر خاوره غندلی او خبرداری یې ورکړی چې د هر ډول کړکېچ پایلې به د اسلام‌آباد پر غاړه وي.
د طالبانو د دفاع وزارت خبرداری پاکستان ته: تېری به بې‌ځوابه پاتې نه سي

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د طالبانو د دفاع وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د پاکستاني ځواکونو الوتکو یو ځل بیا د افغانستان فضايي حریم نقض کړی او د پکتیکا ولایت د «مرغی» په سیمه کې، چې د دیورند کرښې ته نږدې ده، یو ملکي بازار یې بمبار کړی دی.

په اعلامیه کې راغلي چې د پاکستان جنګي الوتکو د کابل د ښار پر فضايي حریم هم تېری کړی دی.

دفاع وزارت دغه عمل «بې‌ساری، تاوتریخجن او د غندنې وړ» بللی او ټینګار یې کړی چې د هېواد حریم دفاع د افغانستان مشروع حق دی.

د طالبانو دفاع وزارت خبرداری ورکړی چې که کړکېچونه زیات سي، د هغو پایلې به د پاکستان د پوځ پر غاړه وي.

بیشتر بخوانید:  پاکستاني رسنۍ: اسلام‌آباد نور د طالبانو ملاتړ نه کوي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x