د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر به پاکستان ته سفر وکړي

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي به د دوشنبې په ورځ (د اسد ۱۳مه) د یوه پلاوي په مشرۍ اسلام آباد ته سفر وکړي ترڅو له پاکستاني چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ییزو مسلو په اړه خبرې وکړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر به پاکستان ته سفر وکړي

د معمار پرس د خبر له مخې؛ متقي به د سفر په جریان کې د پاکستان له لوړ پوړو سیاسي او پوځي چارواکو سره وګوري او د سوداګرۍ، سرحدي امنیت او دوه اړخیزې همکارۍ په څیر مهمو مسلو په اړه به خبرې وکړي.

په دې وروستیو کې، د پاکستان حکومت اعلان وکړ چې د POR کارتونو (د افغان کډوالو د استوګنې جواز) اعتبار د جون په ۳۰مه، ۲۰۲۵ پای ته رسېدلي دي، او د دې کارتونو لرونکي به اړ وي چې له هیواده ووځي.

دې پریکړې په پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو ټولنې ترمنځ پراخه اندیښنې راپورته کړې دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x