د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر د نړېوالې انرژۍ فورم کې د ګډون لپاره مسکو ته ولاړ

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي، عبداللطیف منصور، د یاد وزارت وزیر، د روسیې د انرژۍ اونۍ په نړېوال فورم کې د ګډون لپاره مسکو ته تللی دی.
د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر د نړېوالې انرژۍ فورم کې د ګډون لپاره مسکو ته ولاړ

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، عبداللطیف منصور، د طالبانو د سرپرست حکومت د اوبو او انرژۍ وزیر، د روسیې د انرژۍ اونۍ نړېوال فورم کې د ګډون په هدف مسکو ته سفر کړی دی.

د اوبو او انرژۍ وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، منصور به ددې ناستې په څنډه کې د بېلابېلو هېوادونو له استازو سره وګوري او د اوبو او انرژۍ په برخه کې د همکارۍ د پراخولو، د تجربو د تبادلې او د افغانستان د انرژۍ د ظرفیتونو د معرفي کولو په اړه به خبرې وکړي. په اعلامیه کې راغلي، د دې سفر هدف د نړیوالې انرژۍ په ناسته کې ګډون، د بهرنۍ پانګونې جلب، او د دوامدارې انرژۍ په برخه کې د نظرونو تبادله ده.

د وزارت په وینا، افغانستان هڅه کوي چې د سیمه‌ییزو فرصتونو له لارې د انرژۍ د تأمین او پراختیا په برخه کې فعاله ونډه واخلي. دغه وزارت زیاته کړې چې د روسیې د انرژۍ نړېوال فورم د افغانستان لپاره یوه مهمه موقع ده، څو خپلې وړتیاوې او ظرفیتونه د اوبو او تجدیدېدونکو انرژیو په برخه کې نړیوالو ته وروپېژني او د نوو همکاریو زمینه برابره کړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x