د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د طالبانو سرپرست حکومت عدلیې وزارت (شنبه، د سنبلې۲۹مه) «د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د قانون د تطبیق طرزالعمل» خپور کړ. په دې سند کې راغلي چې تازه تاسیس سوی هیأتونه به د کابل او ولایتونو په کچه یاد قانون عملي کوي. په دې طرزالعمل کې چې په ۱۳ مادو تنظیم سوی او د طالبانو د مشر هبتالله اخندزاده له خوا توشیح سوی، ټینګار سوی چې دغه هیأتونه باید د دیني عالمانو او اغېزمنو کسانو په همکارۍ خلک دې قانون ته اړ باسي. د طالبانو په فرمان کې راغلي چې دا هیأتونه به د ولسوالیو له مسئولانو، پوهنتونونو، د بدني روزنې ریاستونو، د سوداګرۍ او صنعت خونو، شرکتونو او اتحادیو سره غونډې کوي. همدارنګه د حج او اوقافو وزارت مکلف سوی چې د دې قانون اهمیت د جوماتونو امامانو ته تشریح کړي څو هغوی خلک ددې قانون د عملي کولو لپاره وهڅوي. د معارف ریاستونه هم مکلف سوي چې د ښوونکو لپاره غونډې جوړې کړي او د ښوونځیو، مدرسو او خصوصي ښوونیزو مرکزونو زده کوونکي دې قانون ته پابند کړي. ښکاري چې طالبان د دې هیأتونو په جوړولو سره خپله څارنیزه کړۍ پر ټولنه نوره هم پراخه کړې ده. تر دې وړاندې، د امر بالمعروف وزارت مأمورانو په وار وار ښځې او ځوانان د ظاهري بڼې او جامو له امله نیولي وو؛ هغه کړنې چې پراخ کورني او نړیوال غبرګونونه یې رامنځته کړي دي.
- د ټولنیزو محدودیتونو لپاره د طالبانو نوی جوړښت
د طالبانو د عدلیې وزارت اعلان کړی چې د دې ډلې د مشر په حکم، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د قانون د تطبیق لپاره د همکارۍ هیأتونه په مرکز کابل او ټولو ولایتونو کې جوړ سوي دي، څو یاد قانون په دولتي ادارو او ټولنیزو بنسټونو کې پلی کړي.

- 62
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=149388
- کې خپور شو 1:21 ب.ظ
- د خبر شمیره 149388
- 30 سنبله 1404
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=149388
- کې خپور شو 1:21 ب.ظ
- د خبر شمیره 149388
- 30 سنبله 1404
- آخرین بروزرسانی 14:22 - 30 سنبله 1404
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

د خدمتونو بیا پیل؛ طالبانو په شپږو میاشتو کې له ۵۲۸ زرو څخه ډېر پاسپورتونه صادر کړي دي
13:37 - 30 میزان 1404

د افغانستان د زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره د همکارۍ د هوکړهلیک لاسلیک
16:59 - 29 میزان 1404


د خوړو نړيوال پروګرام: د لوږې بحران په افغانستان کې ورځ تر بلې سختېږي
15:14 - 29 میزان 1404
0
0
votes
امتیاز
Subscribe
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments