د طالبانو د احصائیې اداره: د ۱۴۰۴ کال په نیمایي کې له ۴۲ زرو ډېرې کاغذي تذکرې تصدیق سوې

د طالبانو د احصائیې ادارې اعلان کړی چې د ۱۴۰۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې له ۴۲ زرو ډېر کاغذي تذکرې تصدیق کړې او په عین وخت کې د یو میلیون او ۳۲۱ زره څخه زیات غوښتونکي ثبت او وڅېړل سول.
د طالبانو د احصائیې اداره: د ۱۴۰۴ کال په نیمایي کې له ۴۲ زرو ډېرې کاغذي تذکرې تصدیق سوې

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د طالبانو د ملي احصائیې او معلوماتو ادارې شنبه، د میزان ۱۲مه، په یوه اعلامیه کې ویلي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ټولټال ۴۲ زره او ۷۳۹ کاغذي تذکرې تصدیق سوې دي. له دې جملې څخه، ۲۵ زره او ۹۳۲ تذکرې په حضوري ډول او ۱۷ زره او ۳۴۷ تذکرې په غیرحضوري ډول بهر میشتو افغانانو لپاره تصدیق سوي دي. په همدې موده کې، د دې ادارې د هویت تثبیت او آرشیف ریاست، د یو میلیون او ۳۲۱ زره څخه زیات غوښتونکو هویتونه ثبت او وڅېړل. دغه اداره د تذکرې تصدیق سربېره، د هویت اسنادو سکین، ډیجیټل کول او آرشیف ساتل هم په غاړه لري او د تذکرو د اعتبار یا جعلي والي پایلې د طالبانو حکومتي بنسټونو ته وړاندې کوي. د طالبانو د ملي احصائیې او معلوماتو ادارې په پای کې ټینګار کړی چې په بشپړه ژمنتیا د هویتی اسنادو د ساتنې او خوندي کولو په لار کې فعالیت کوي او موخه یې د ښاریانو لپاره دقیق او منظم خدمات وړاندې کول دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x