د طالبانو خبرداری پاکستان ته: تور لګونه او زور حل لاره نه ده

د طالبانو ویاند د پاکستان د دفاع وزیر د څرګندونو په غبرګون کې، ټینګار وکړ چې تور لګونه او زور ته لاس اچول د هېڅ لوري په ګټه نه دي او ستونزې باید د خبرو له لارې حل سي.
د طالبانو خبرداری پاکستان ته: تور لګونه او زور حل لاره نه ده

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ ذبیح‌الله مجاهد، د طالبانو ویاند، د شنبې په ورځ د سنبلې ۲۹مه، د پاکستان د دفاع وزیر د څرګندونو په غبرګون کې چې ویلی یې وه د افغانستان له خاورې ددغه هیواد پر ضد کار اخیستل کیږی، ټینګار وکړ چې تور لګونه او زور ته لاس اچول د دواړو لورو په ګټه نه ده او ستونزې باید د خبرو له لارې حل سي.

د طالبانو ویاند د پاکستان د امنیتي مطالعاتو او څېړنو له مرکز سره په خبرو کې وویل چې پر یو بل تور لګول، زور کارول او د داسې فضا رامنځته کول چې د ستونزو حل ستونزمنوي، د هېڅ یوه لوري په ګټه نه دي.

مجاهد زیاته کړه چې طالبان په پاکستان کې د ناامنۍ غوښتونکي نه دي، او که د دواړو لورو ترمنځ کومه ستونزه رامنځته سي، باید دغه ستونزه د ورورولۍ  په فضا کې او د خبرو له لارې حل او فصل سي.

دغه څرګندونې د پاکستان د دفاع وزیر د پرونیو خبرو په ځواب کې سوې چې ادعا یې کړې وه د افغانستان له خاورې د دغه هېواد پر ضد کار اخیستل کېږي.

د طالبانو ویاند ټینګار وکړ چې د تورونو پر ځای دواړه لوري باید په رغنده لیدلوري او له دیپلوماتیکو لارو څخه د اختلافاتو د حل هڅه وکړي څو د سیمې ثبات او امنیت پیاوړی سي

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x