د طالبانو او پاکستان خبرې اترې په دوحه کې د قطر په منځګړیتوب پای ته ورسېدې

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د طالبانو او پاکستاني چارواکو ترمنځ د خبرو لومړی پړاو د قطر په منځګړیتوب د دوحې په ښار کې ترسره سو او پای ته رسېدلی دی.
د طالبانو او پاکستان خبرې اترې په دوحه کې د قطر په منځګړیتوب پای ته ورسېدې

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې، پاکستاني رسنیو ویلي چې لومړۍ غونډه د دواړو لورو طالبانو او پاکستانی چارواکو د لوړپوړو پلاوو په ګډون ترسره سوې ده. سما ټلویزیون د شنبې په ورځ، د میزان ۲۶مه، راپور ورکړی چې په دې ناسته کې د پاکستان استازي د دغه هېواد د دفاع وزیر خواجه محمد آصف په مشرۍ او د طالبانو پلاوی د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب په مشرۍ ګډون کړی وو.

د راپورونو له مخې، د خبرو اصلي محور د دواړو هېوادونو د پوله‌ییزو سیمو د ترهګریزو فعالیتونو زیاتوالی او د دې مخنیوي لارې چارې وې، څو د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد د بریدونو مخه ونیول سي. اسلام‌آباد له طالبانو غوښتي چې د نړیوالې ټولنې په وړاندې خپلې ژمنې عملي کړي او د (TTP) پر ضد اقدام وکړي.

دا خبرې اترې په داسې حال کې ترسره سوې چې په وروستیو ورځو کې د طالبانو او د پاکستان د پوځ ترمنځ په پوله‌ییزو سیمو کې نښتې سوې، چې له امله یې یو شمېر افغان ملکي وګړي او د دواړو لورو جنګیالي وژل سوي دي.

شنونکي وايي، دا پړاو خبرې اترې کولای سي د پوله‌ییزو کړکیچونو د کمېدو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د امنیتي همکاریو د پیاوړتیا زمینه برابره کړي، خو د اعتماد نشتوالی او د عملي ګامونو ستونزې لا هم د دواړو خواوو لپاره جدي ننګونې دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x