د طالبانو او پاکستان ترمنځ په سرحدي جګړه کې درنه مرګ ژوبله اوښتې

د طالبانو او پاکستان ترمنځ په سرحدي جګړه کې درنه مرګ ژوبله اوښتې

د معمار پرس د خبر له مخې؛ دا خبره د طالبانو د سرپرست حکومت د دفاع وزارت سرچینو کړې ده چي په خوست او پکتیا ولایتونو کې د افغانستان او پاکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ د نښتې په پایله کې ۱۹ پاکستاني پوځیان وژل شوي دي. په خوست او پکتيا ولايتونو کې ځايي سرچينې وايي، چې د ډيورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د وسله والو طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده. سرچينې زياته کړې، چې نښته تېره شپه پيل شوې او دواړو لورو سپکې او درنې وسلې کارولي دي. د سرچينې د معلوماتو له مخې، د خوست په «صبري» ولسوالۍ او د پکتيا په «ډنډپټان» ولسوالۍ کې نښتې روانې دي.

بیشتر بخوانید:  د دوحې تړون د افغانستان لپاره خیانت وو که خدمت؟
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x